د کابل یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا له پرچاوۍ شکایت کوي او وايي چې له سختو ستونزو سره یې مخ کړي دي.
دوی له حکومت څخه غواړي چې د یادې ستونزې د حل لپاره بنسټیزې هڅې وکړي تر څو د زیاتې پرچاوۍ مخه ونیول شي.
د کابل اوسېدونکی انجنیر ویس الدین چې د برېښنايي وسایلو هټۍ لري وايي، که برېښنا نه وي، کار ېې په ټپه ولاړ وي.
نوموړی وايي، له دوکان پرته په کور کې هم د برېښنا پرچاوۍ له کبله له ورته ستونزو سره مخ وي او له حکومت څخه غواړي چې یاده ستونزه حل کړي.
د کابل ښار بل اوسېدونکی سید حامد هم له ورته ستونزو سره مخ دی او له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د برېښنا د ښه کېدو لپاره اساسي ګامونه واخلي او د برېښنا بندونو پر جوړېدو کار وکړي.
بل لور ته د افغانستان برېښنا شرکت مسؤولین هم د پرچاوۍ ستونزه مني او وايي تر څو چې د پرچاوۍ لپاره دایمي حللاره پیدا نه شي د کابل په ګډون نورو ولایتونو کې به دا ستونزه موجوده وي.
د یاد شرکت عملیاتي مرستیال انجنیر صفي الله وايي، برېښنا شرکت راتلونکي کې د پرچاوۍ ستونزو د حل په موخه یو شمېر حیاتي پروژې چې ظرفیت یې زر میګاواټو ته رسېږي، پیل کړې او په بشېړېدو سره به یې کابل کې د پرچاوۍ ستونزه حل شي.
نوموړی وايي، چې په شته برېښنا کې یې هم د سپما ځینې لارې چارې سنجولي، چې په عملي کیدو سره به یې د استوګنې سیمو ته د برېښنا کچه ډېره شي.
د یادولو ده، چې هر کال د ژمي او اوړي په ډېرو سړو او ډېرو ګرمو شپو ورځو کې د برېښنا پرچاوي ډېرېږیي، اوس هم چې د اوړي ورځې په ګرمیدو دي، ورسره کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د برېښنا پرچاوۍ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او له حکومت څخه یې د اساسي حل غوښتنه کوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32310